له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

د پیښو د معلوماتو د مدیریت سیستم

معلومات

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې تاریخچه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو د پراخو طبیعي پېښو له امله د میلیونونو انسانانو د مرګ‌ژوبلې او میلیاردونه ډالرو مالي زیانونو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د پرېکړه‌لیک له مخې رامنځته شوه او بیا د ۱۳۵۱ لمریز کال د غویي په ۲مه نېټه د افغانستان د هغه وخت د حکومت د فرمان پر بنسټ، دا اداره د صدارت په چوکاټ کې طبیعي پېښو ته د ځواب وینې او زیانمنو خلکو ته د رسېدنې په منظور تأسیس شوه. له هغه وروسته په ۱۳۸۳ لمریز کال کې، دا اداره د هېواد په کچه د اوو زونونو د ساحوي دفترونو په رامنځته کولو سره پراخه شوه، او بیا په ۱۳۸۸ لمریز کال کې، د وخت د حکومت د حکم له مخې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ولایتي دفترونو په رسمي توګه خپل فعالیت پیل کړ. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې، له پیل څخه تر اوسه، د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو، چمتووالي، او ځواب وینې په برخه کې حیاتي رول لوبولی او د بېړنیو حالاتو پر مهال د هېواد یوه مهمه اداره ګڼل کېږي. همدارنګه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره په خپل جوړښت کې د پېښو د معلوماتو د مدیریت سیستم (NDMIS) هم لري، چې په ۳۴ ولایتونو کې د دې ادارې اړوند ریاستونه هره ورځ په خپلو ولایتونو کې د رامنځته شویو پېښو په اړه بشپړ معلومات په دې سیستم کې ثبتوي. په دې معلوماتو کې د پېښې ډول، موقعیت، تلفات، زیانونه او له زیانمنو شویو کسانو او کورنیو سره د ترسره شویو مرستو معلومات شامل دي، چې ثبت، تنظیم، ذخیره او آرشیف کېږي. د دې سیستم موخه د پېښو اړوند معلوماتو راټولول او په یوه واحد او منظم سیستم کې مدیریت کول دي، ترڅو معلومات په چټک او کره ډول ثبت، تحلیل او د اړتیا پر مهال ترې ګټه واخیستل شي. په NDMIS کې ثبت شوي معلومات د شمېرو او راپورونو د ترتیب، د پېښو او زیانونو د ارزونې، د راتلونکو احتمالي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د اړوندو پلانونو د جوړولو لپاره کارول کېږي او د پېښو د تاریخچې او معلوماتو د ساتنې مهمه سرچینه بلل کېږي

معلومات
معلومات